AP ۱۴۰۳ وری ۲۱ ۱۰:۳۶
Journalist ID: 5513
News ID: 85439586
T T
۰ Persons

د واخان- چین سړک د جوړلو چارې به ژر بشپړې شي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۱ ۱۰:۳۶
News ID: 85439586
د واخان- چین سړک د جوړلو چارې به ژر بشپړې شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کلیوپراختیا وزارت سرپرست وايي، د واخان- چین سړک د جوړلو چارې به ژر بشپړې شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کلیوپراختیا وزارت مسوولینو نن سه شنبې د وري ۲۱ مه کابل کې د چین له سرپرست سفیر جاوه شینګ سره د دغه وزارت د سرپرست ملا محمد یونس اخوندزاده د لیدو خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې د چین سفیر د واخان څخه د چین تر پورې د سړک جوړېدو د څرنګوالي په اړه و ویل، چې هېواد یې د پرمختیايي او بنسټیزو پروژو په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې ملا محمد یونس اخوندزاده د چین دولت د سیاسي او اقتصادي همکاریو په مننې و ویل، چې د واخان – چین سړک د جوړېدو لومړنۍ چارې په شدت سره دوام لري او په نېږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.

د کلیو پراختیا وزارت سرپرست همدارنګه زیاته کړه: د دغه سړک اساسي جوړېدل د دواړو هېوادونو د اقتصاد په وده کې مهم رول لوبوي او دغه مهم او لنډ سړک به افغانستان، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ګټه ورسوي.

د اېرنا د خبر له مخې، د واخان – چین سړک کار تېر ژمي پیل شوی او د چارواکو په وینا اوس یې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .